د هلمند سوداګر او صرافان له افغانستان بانک څخه غواړي چي ازاد بازار ته افغاني ورکړي تر څو د بهرنیو اسعارو مخه ونیول سي

راپور: جواد داوري

په هلمند کي سوداګرو ته حکومت خبر ورکړی دی چي د یوې اونۍ په جریان بهرني اسعارو په افغانیو تبدیل کړي او تر ټاکلي وخت وروسته که بهرنیو اسعارو په استعمال څوک ونیول سي تجارتي مرکز يې تړل کیږي او نقدي جریمه هم ورکول کیږي.

صرافان او سوداګر اندیښنه لري چي د افغانیو د نشتون له امله کلداري په افغانیو نسي بدلولاي دوي وايي افغانستان بانک دي د بهرنیو اسعارو د جذب پروسه پیل کړی تر څو ټول خلک خپله افغانیو ته مخه کړي خو ترهغه چي په بازار کي افغاني نه وي د بهرنیو اسعارو استعمال ته خپله زمینه برابریږي.

پرهمدي مهال په هلمند کي د افغانستان بانک مدیر عصمت الله فضلی د تجارانو دا خبره ردوي کوي چي ګواکي په بازار کي افغاني لږ دي.

دی وايي، د عرضي او تقاضا پر بنسټ دوي بازار ته افغانۍ ورکوي داچي هلمند کي د افغانیو استعمال لږ دي نو ځکه افغاني لږ موندل کیږي.

په دي نژدي لسو ورځو کي کلداري د ډالر او تومن د ډالر په مقابل کي د پورته کیدو له امله تجارانو زیات مالي زیانونه لیدلي دي.

صرافان هم وايي که چیري دولت د کرنسي ستونزه حل نه کړي زیان يي تجارانو او رانیوونکو ته رسیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...