د سولي ولسي کاروان چي ۳۴ ورځي وړاندي له کابل څخه د بلخ په نيت روان سوي وه، تیره ورځ سهار مزار شريف ښار ته ورسیدل

د دغه کاروان هرکلي ته د بلخ سلګونه اوسیدونکي راوتلي وو او د سولي ولسي حرکت غړو ته يې د ګلونو ګیډۍ ورکړې.

د سولي ولسي کاروان غړو په مزار شريف کي د حضرت علي روضه کي د جمعې لمونځ له ادا کولو وروسته دلته د سولي غوښتنه خیمه ودروله.

د ياد حرکت سرلاري اقبال خيبر چي د سلګونو بلخيانو منځ کي يې خبرې کولي، سوله يې د افغانانو لومړنۍ اړتيا وبلله.

نوموړي زياته کړه، له هلمند څخه کابل ولايت ته په ۳۸ ورځو کي ورسېدل او کله يې چي کابل کي د ولس هرکلی او مينه وليده، نو هوډ يې وکړ چي د هیواد نورو برخو ته هم سفر وکړي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...