په کندهار کي د دوه سوه پنځم اتل قول اردو مسٔوولینو او منسوبینو د خپلواکۍ ۹۹ کليزه ولمانځل.
وینا والو د دې ورځي په مناسبت خبرو کې وویل، چي افغان غيور ملت د تاريخ په اوږدو کي دا په اثباط رسولې، چي يرغل هر یرغل کوونکی يې پر شا تمبولی او سخته ماته يې ورکړې ده او خپله خپلواکي يې ساتلې ده.
په جنوب کې د پولیسو د ۴۰۴ زون مرستیال مل پاسوال رحمت الله صدیقي وویل، تر خپلواکۍ اخیستلو وروسته د هیواد د پوهني او پوځي برخه کي ډیر پرمختګونه راغله.
نورو ویناوالو هم وویل، افغانان د هغه پلرونو او نيکونو اولاده ده، چي خپله پاکه خاوره يې د سر په سودا ساتلې او اوس هم هغه جذبه ورسره سته او پرې به نږدي، چي د پرديو لاس پوڅي د بې ګناه افغانانو ويني توی کړي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال امام نظر بهبود وویل، د وسله وال پوځ ځواکونه پياوړي او په اسلامي او افغاني روحيه سمبال او د خپل هيواد او ملت سره د پاکي ميني په لرلو سره دې ته چمتو دي ، چي په هر ځای او حالت کې د دښمن په وړاندي مقابله وکړي.
هغه وویل، افغانان ټول یو موټی دي او د هر هغه کس په وړاندي به دریږي چې هیواد او هیوادوالو ته ستونزي جوړوي.
شاه امان الله خان د سلطنت مقام ته تر رسېدلو وروسته د افغانستان د سياسي خپلواکۍ ږغ وکړ او د ۱۲۹۸ لمريز کال د اسد مياشتي پر ۲۸ نېټه يې د افغانستان خپلواکي اعلان کړه او له هغې ورځي راهيسي دغه ورځ په افغانستان کي لمانځل کيږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون