په کندهار کي د لویو بریدونو مخه نیول سوې ده

د کندهار د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي، چي د هوایي برېدونو او مخامخ جګړو پر مهال ۱۴ وسله وال طالبان وژل سوي.

د کندهار د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مرستیال عبدالبشیر خاکسار وايي، تیره شپه په میوند ولسوالۍ کي د وسله والو طالبانو درې موټران چي د چاودېدونکو توکو ډک وه، د هوایي برېدونو په ترڅ کي له منځه وړل سوي دي.
ښاغلی خاکسار وایې چي په دې برېدونو کي ۱۱ وسله وال طالبان هم وژل سوي.

د نوموړي په خبره وسله والو مخالفینو غوښتل چي دغه درې موټران ښار ته داخل کړي او د اختر په شپو او ورځو کي د خلګو په ګڼه ګوڼه کي چاودني وکړي.

همدارنګه خاکسار وایې چي درې نور وسله وال هم په میوند ولسوالۍ کي د امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کي وژل سوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...