د دې دفتر ویاند ینس لارک ویلي، چي غزني ښار ټول په ماینونو پوښل سوی دی او د دوی مرستندویه ډلې نه سي کولای د مرستو رسولو لپاره یاد ښار ته لاړي سي.
هغه دغه راز ویلي چي د غزني په پنځه ورځنۍ جګړه کي شاوخوا ۲۵۰ کسان وژل سوي دي.
یاد دفتر په داسي حال کي دا څرګندونې کوي چي پر غزني ښار د طالبانو له پنځه ورځنۍ جګړې وروسته ولسمشر غني هم د تېرې جمعې په ورځ غزني ته سفر وکړ.
د ارګ د خبرپاڼې له مخي غني یاد ولایت ته په خپل سفر کي د یادې پیښي د بشپړې څېړني تر څنګ ویلي، چي د دې ولایت د بیا رغوونې لپاره به ۲۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي.
طالبانو اونۍ وړاندي د جمعي په شپه پر غزني ښار له څلورو لوریو برید ونه وکړل چي په پایله کي یې دواړو لوریو ته د درنې مرګ ژوبلي تر څنګ ګڼ ملکیان هم ووژل سول او دغه راز یې عامه شتمنۍ هم خورا زیاته زیانمنه کړه.
د سوداګرۍ خونه وایي چي په یاده جګړه کي خلکو ته ۵۰ میلیونه ډالر زیان اوښتی دی.
په ورته وخت کي ولسمشر، غزني ته په خپل سفر کي د تخریب سوې عامه شتنمۍ په اړه څه نه دي ویلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون