د بغلان په مرکز پلخمري کي د وسله والو طالبانو په بريد کي اووه سيمه ييز پوليس وژل سوي دي

د بغلان د امنیې قوماندانۍ د ویاند مرستیال جاوید بشارت وويل چي تېره ورځ ناوخته وسله والو طالبانو د پلخمري اړوند د سرخ کوتل په سيمه کي پر سيمه ييزو پوليسو بريد کړى دى.

هغه وايي، چې په دې پېښه کي پنځه سيمه ييز پوليس وژل سوي خو نور چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بل لور ته د بغلان د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکتر محمدحليم غفاري وويل، چې له يادې پېښي اووه مړي او دوه ټپيان روغتون ته ور وړل سوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، يوه اوونۍ مخکي هم په دې سيمه کې طالبانو د ملي اردو پر ګزمې بريد کړى و، چي په ترڅ کې یې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...