په زابل ولايت کي د چاودني له امله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د دغه ولايت د شاه جوي ولسوالۍ ولسوال وزیرمحمد جوادي رسنیو ته ویلي چي نن سهار لس بجې د کابل کندهار پر لويه لار د بازرګان په سيمه کي د ملکي خلکو پر يو سراچه موټر چاودنه وسوه.

هغه زياته کړه چي په دې پېښه کې څلور ملکي وګړي وژل سوي او دوه نور ټپي سوي دي.

د نوموړي په وينا، ټپيان روغتون ته لېږدول سوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

وسله والو مخالفينو تر اوسه د دې چاودني په اړه څه نه دي ويلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...