((د ننګرهار ولایت څخه ولسي جرګې ته نوماند جاويد زمان اجرايه رياست له ليست څخه لیري کړی))

په ننګرهار کي د دې ولايت د ولايتي شورا پخوانی غړی او د ولسي جرګې لپاره کاندید د جاويد زمان غمشريک پلويانو د شکایتونو کمیسیون  د هغي پرېکړي په غبرګون د ننګرهار د ټاکنو کميسيون دروازه تړلې چي د نامعلومو دلايلو پر اساس یاد وکيل د راتلونکو ټاکنو د ولسي جرګې د نوماندانو له ليست څخه لیرې کړی دی.

دوی وايي، چي د اجرايه رياست په فشار د دوي نوماند د ولسي جرګې د لیست څخه حذف سوی.

د دوي غوښتني دا دي چي تر څو د یاد وکيل د لیري کيدو دلايل معلوم نه وي او يا هم بيرته په لیست کي شامل نه سي نو تر هغه به دوی د ننګرهار د ټاکنو کميسيون دروازه به تړلې وی.

د يادولو وړ ده چي په ټولنيزو شبکو کي په خپور سوي مکتبونو کي ولايت مقام د ياد وکيل هر ډول جنايي جرم او د غير مسئولو وسله والو لرل او د ځمکو په غصب کي لاس لرل رد کړي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...