د ارپایي ټولني او ناروي ماموریتونو له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي هیڅوک باید له قانون څخه پورته نه وي او د افغانستان د سولي او ثبات او د ولسواکۍ د پیاوړتیا لپاره ټول افغانان باید ګډ کار وکړي.
جنرال دوستم تېره میاشت له ترکیې څخه کابل ته ستون سو.
که څه هم د اروپایي ټولني په خبرپاڼه کي د جنرال دوستم قضیې په اړه څه نه دي ویل سوي.
خو د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي ادعا کوي چي د جنرال دوستم د ساتونکو له لوري نیول سوی و او تر وهلو ډبولو وروسته د جنسي شکنجې ښکار سوی دی.
خو د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم دفتر یې د ښاغلي ایشچي دغه ادعاوي بې بنسټه بولي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون