د بلخ ولایت چارواکي وایي، چي د یاد ولایت په شولګر ولسوالۍ کي د ترافیکي پېښي له امله ۷ کسان مړه سوي دي.
د شولګر د امنيې قوماندانۍ سرپرست عصمت الله وويل چي پېښه نن سهار د شولګر ولسوالۍ په خيراباد سيمه کي د يوه کرولا او کاماز موټرو د ټکر له امله رامنځته سوې ده.
هغه زياته کړه، چي کرولا موټر د سمنګان ولايت له دره صوف ولسوالۍ نه د مزارشريف ښار پر لور روان و، چي ترافيکې پېښه يې کړې ده.
نوموړي وويل چي په دې ترافيکي پېښه کي مړه سوي ټول کسان د سمنګان ولايت د دره صوف ولسوالۍ اوسېدونکی دي.
د هغه په وينا، تر اوسه معلومه نه ده چي مړه سوي کسان په يوې کورنۍ پورې تړاو لري او که نه.
په ورته وخت کې د شولګر ولسوالۍ د ۲۰ بستريز روغتون مسوول سيد رسول وويل، چي په وژل سوو کې څلور نارينه، دوه ښځي او یو ماشوم شامل دي چي ځای پر ځای يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون