د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د طالبانو یاد عمل په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي، چي طالبان له دې سره سره چي وایي پر عامه تاسیساتو او شخصي کاروباریانو کار نه لري خو بیا یې هم په یاد ولایت کې په قصدي ډول غزنویانو راډیو او تلویزیون ته اور ورته کړی دی.
د یادي ادارې له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي له په کابل کي د ملګرو ملتونو له استازولۍ یا یوناما غوښتنه سوې، چي له طالبانو په ځانګړې توګه په قطر کي د هغو له سیاسي دفتر سره دې دا مساله شریکه کړي چي پر رسنیو برید جنګي جنایت دی او طالبان نباید بیا ورته عمل تکرار کړي.
دغه راز یادي ادارې له امنیتي ځواکونو په کلکه غوښتنه کړې، چي په جدي ډول دې د رسنیو امنیت خوندي کړي.
دا په داسي حال کي ده، چي له تېرو دریو ورځو راهیسي په غزني کي د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ سخته جګړه روانه ده چي په پایله کي یې طالبانو ګڼي دولتي او نا دولتي تاسیسات سوځولي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون