د سعودي عربستان ستري محکمي اعلان کړى چي تیره شپه د ذي الحجي مياشت ليدل سوې او لوى اختر به د راتلونکي سه شنبي په ورځ وي

د سعودي دولتي اژانس تېره شپه اعلان وکړ چي د عربستان په بېلا بېلو سيمو کي مياشت ليدل سوې او ستري محکمې د ګڼ شمېر شهادتونو په اساس د مياشتي د ليدلو اعلان کړى دى.

سرچينې زياته کړې چي د ستري محکمې د اعلان له مخي، د راتلونکې اوونۍ سه شنبه چي د زمري له ٣٠مه، سره برابره ده د لوى اختر لومړۍ ورځ به وي.

دغه راز د زمري ٢٩مه، به د عرفې ورځ وي او مسلمانان به د حج ستر رکن (وقوف عرفات) ترسره کوي.

تر دې مخکې د هېواد مشهور ستوري پېژندونکي عبدالله کندهاري هم اعلان کړى و چيې د شنبې په ورځ به د لسو دقيقو لپاره د ذي الحجې مياشت په افغانستان او سعودي کې د ليدلو وړ وي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...