دهلمند امنیه قوماندانۍ اړونده دنشه يي توکو پروړاندي دمبارزې مدیر سمونوال محمد ولي غوثي وايي، چي دګرشک بازار د ده مزنګ په کلي کی دمحمد ابراهیم په نوم دیوه کس پرکور چي شراب يې تولیدول چاپه وهلې ده.
دده په وینا چي په دې ترڅ کي يې شل لیتره شراب دشرابو دجوړوني سامانونه او مجرم کس نیولی.
غوثي وايي، چي د دوو میاشتو په ترڅ کي يې دا دوهمه دشرابو دتولید فابریکه ده چي کشف او نیول کیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون