د هیوادتلویزون د پخواني خبریال رفیع الله غورځنګ فاتحه او د قران کریم ختمونه د کندهاري خبریالانو له لوري د هیواد راډیو تلویزون په انګړ کي تر سره سول

راپور: محمد یار مجروح

کندهاري خبریالان د هیواد راډیوتلویزون د پخواني خبریال رفیع الله غورځنګ د فاتحې او د قرانکریم د ختم لپاره راټول سوي او د هغه روح ته دعاګاني کوي.

رفیع الله غورځنګ تیره اوونۍ د کابل په یوه روغتون کي ساه ورکړه.

د خدای بخښلي رفیع لله غورځنګ ورور وحیدلله علیزی وايي، دوی له چا سره کومه شخصي ستونزه نلري، خو زیاتوي چي د غورځنګ وظیفوي رقابت  د هغه د مړیني سبب ګرځیدلی دی.

دی له حکومته غواړي تر څو د خبریالانو خوندیتوب ته پام وکړي.

بل خوا په کندهار کي د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه او پریس کلب  ۲۰۱۸ کال د خبریالانو په وړاندي خونړی کال یادوي.

د دوی په خبره حکومت هغه وعدې نه دي پوره کړي چي ګواکي د خبریالانو ژوند ته به پوره پام کوي.

په جنوب کي د طلوع نیوز خبریال عبدالله همیم وايي، خبریال باید د کار په ساحه کي ځان ساتني ته پام وکړي.

د ده په خبره خبریال باید هغه ساحه وپيژني چيري چي د رسنیو لپاره خبر چمتو کوي.

ارواښاد رفیع الله غورځنګ شاوخوا  ۷  کاله په هیواد تلویزیون او هیواد راډيو کي د ورزشي خبرونو خبریال، پروډیوسر او ۲ کاله مخکي د هیواد تلویزیون د نشراتو د مسٔول په توګه دنده درلوده.

خدای بخښلي رفیع الله غورځنګ په دې وروستیو کي د ولسي تړون په نوم پروګرام کي د فوټوګرافر په توګه دنده درلوده چي، تیره اوونۍ يې د کابل په یوه روغتون کي ساه ورکړه.

د هغه د مرګ لامل لا تر اوس څرګند نه دی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...