فرانس پریس خبري اژانس وایي، په افغانستان کي روان کال سخته وچکالي پیل سوې ده

په راپور کي راځي چي ډيری خلکو خپلي مېني پرې اېښي دي، ژوي یې خرڅ کړي دي او د اوبو د نه موجودیت له امله نورو سیمو ته کوچېدلي دي.

فرانس پرېس خبري اژانس د ملګرو ملتونو د یوه راپور پر بنسټ وايي، چي ښايي په افغانستان کې په ۲۰ ولایتونو کي ۱۵ میلیونه وګړي په یو ډول نه یو ډول له وچکالۍ زیانمن سي.

سرچینه زیاتوي ګرمه هوا، د اوبو نشتوالی، د کرکېلي زیانمنېدل، بې کاري، د بزګرانو د محصولاتو سوړ بازار، د کډوالو راتګ، د امنیت نشتوالی هغه ستونزې دي چې افغانان ځوروي.

ددې تر څنګ په راپور کي راځي چي ډېری بزګرانو خپل ژوي په ټيټه بیه پلور ته وړاندې کړي، ځکه ددې وېره ورسره سته، چي هسي نه د وچکالۍ او ګرمۍ له امله تلف سي.

افغان حکومت بیا په دې برخه کي اړین اقدامات او تیاری نه لري.

خو مرستندیو موسسو اژانس ته ویلي چي دوی تر خپلي وسي مرستو ته تیار دي اما دا مرستي د ستونزو د حل لپاره کافي نه دي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...