د افغانستان هوایي حریم له شاوخوا ۲۶ کلونو وروسته په بشپړ ډول د افغانستان د ملکي هوایي چلند خپلواکي ادارې تر بشپړ کنټرول لاندي راغلی

 

د ولسمشر غني مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وایي، د ١٣٧١ لمریز کال د ثور میاشتي څخه وروسته د لومړی ځل لپاره د هیواد هوايي حریم د ملکي هوایي چلند د رادار تر بشپړ کنټرول لاندي راغلل.

د جمهوري ریاست چارواکي وایي، د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کي د ملکي هوایي چلند رادار د کابل په حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې پرانیستل سو.

د هوایي چلند خپلواکي ادارې چارواکي وایي، د نوي راډار سیسټم د نصبولو سره به د هوانوردي د خپلواکې ملکي ادارې په ادارې ظرفیتونو کي هم لوړوالي راسي او له دې سره به په هېواد کي د هوانوردي په برخه کي او د نورو هوایي شرکتونو له خوا د پانګه اچونې لپاره هم لاره هواره سي.

افغان حکومت په ۲۰۱۵ کال کي د ناټو ځواکونو څخه د افغانتسان د هوایي حریم کنټرول تر لاسه کړ.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...