راپور: سید حمید هاشمي
د کندهار د پوهني ریاست د ۳۳ بابه ښوونځیو د ترمیم پروژه پیل کړه.
د کندهار د والي مرستیال عبدالحنان منیب وویل، چي دغه پروژه د پوهني وزارت لخوا په کندهار کي پیل سوه تر څو دوی د نوي تعلیمي کال د پیل څخه مخکي د ښار ۳۳ ښوونځۍ ترمیم کړي.
نوموړی دغه راز وايي، ډیر ژر به د موسساتو په مرسته په ولسوالیو کي هم شپږ ښوونځۍ ترمیم کړي.
بخوا د کندهار د پوهني ریٔس عبدالقادر پیوستون وايي، چي دوی په کندهار کي ۳۵۱ فعاله ښوونځۍ لري چي ۷۰ سلنه يي ترمیم ته اړتیا لري.
نوموړی وايي، په روان کال کي يې ۱۲۰ ښوونځۍ په پلان کي نیولي چي د پوهني وزارت تر تاييد وروسته به يي ترمیم کړي.
ددې تر څنګ د کندهار د پوهني ریاست مسٔولینو ۶۱ پايي هغه کمپیوټران چي د ۲۰۵ اتل قل ادرو لخوا دغه ریاست ته ورکول سوي وو ۲۰ بیلا بیلو ښوونځیو ته وویشل.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون