محمد اشرف غني کاپیسا ولایت کي د خپل سفر په ترڅ کي د ګلبهار د برېښنا سټیشن پرانیست

ارګ ماڼی وایي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د کاپیسا ولایت د مسئولینو، مشرانو او استازو په حضور کې د ګلبهار د برېښنا سب سټیشن پرانیست.

ارګ ماڼی په یوه بیان کي ویلي، چي دغه سب سټیشن چې د پشته سرخ له سب سټیشن څخه ګلبهار ته د ۲۲۰ کیلوولټ انتقالي لېن او د ګلبهار له سب سټیشن څخه د تپه احمدبیګ سب سټیشن ته د ۱۱۰ کیلوولټه انتقالي لین درلودونکی دی، د ۶۵،۸ میلیون ډالرو په ارزښت د امریکا د اردو انجنیرۍ ټیم لخوا جوړ سوی چي ۳۰۰۰۰ کورنۍ به له برېښنا برخمني کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...