راپور: غلان فاروق رسولي
دا کسان چي ټول د هیواد د څو لسیزو جنګونو له کبله معلوله سوي او خپل د بدن غړي یې له لاسه ورکړي، د جنګ څخه په تنګ راغلي او غواړي و کابل ته پلي تلو سره خپل د سولي غوښتنی ږغ د جنګ تر ښکیلو خواوو ورسوي.
دا کسان وایي، په خپلواکه توګه یې دا حرکت پیل کړی او په کومي ډلي پسی اړوند نه دي.
د معلولینو دا ډله چي شاوخوا ۲۰ غړي لري د جنګ د ښکیلو خواوو غواړي چي خپل ستونزي د خبرو اتر له لاري هواري کړي.
دوی وایي، جنګ یې د بدن غړي ورڅخه اخیستي او نه غواړي چي اولادونه یې په ورته سرنوشت اخته سي.
د بلي خوا د دې حرکت په لاره اچونکی بشیر حنیف و حبیب الله یارزاده چي خپله هم د ولسي حرکت غړی دی وایي، د دې کار څخه یې موخه داده چي د جنګ څخه خپل نفرت بیان کړي او په دا ورستیو کي د سولي راتلو پورته سویو ږغونه بدرګه کړي.
د هرات ولایت څخه د معلولینو د سولي غوښتنی کاروان د کابل په لور په داسي حال کي روانیږي چي په هیواد کي دننه او په نړیواله کچه تر بل هروخت د افغان سولي لپاره اجماع رامنځته سوې ده او و راتلو ته یې هیلی ډیري سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون