د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د جلال اباد د امنیت په تړاو له پوره جدیته کار اخلي

راپور: میلاد حمیدي

د ننګرهار ځايي چارواکو چي د یوې خبري ناستي پر مهال یې د امنیتي ځواکونو لاسته راوړني او د جلال اباد ښار د امنیت په تړاو معلومات شریکول وویل، تر ملي پوځ وروسته د ښار امنیت د پولیس خاصو ځواکونو ته وسپارل کېږي.

والي حیات الله حیات وايي، هغه لاري چي د جلال اباد امنیت ترې ګواښل کېده  او په تېرو ۱۶ کالونو کي ورته   توجه نه وه سوې دایمي پوستې یې ځای پر ځای کړې.

مسٔوولین وايي،  ملي امنیت ځواکونو د تېري یوې اونۍ په ترڅ کي هغه ۶ وسله والو د ۴۱ میله وسلو او مهاتو سره نیولي چي په جلال اباد کي یې فعالیت  درلود.

 چارواکو وویل، یو شمېر کسان په کابل کي ناست او د رسینو له لاري د ننګرهار تصویر غلط معرفي کوي.

دوی زیاتوي، دا کسان یې پېژندلي او ژر به یې پر وړاندي د قانوني لارو اقدامات ترسره کړي.

د جلال اباد ښار امنیت په تړاو تر هغه ورسته اندېښنې زیاتي سوي چي دلته پرلپسې ډلیزو بریدونو په کیدو  زیات شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله اوس چي چارواکي د تازه اقدماتو وايي.

نو وبه کتل سي چي څومره بریالي کېږي.

د حکومت وسله والو مخالفینو د دوی د کسانو د نیول په تړاو څه نه دي ویلي.

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...