راپور: محمد یار مجروح
په کندهار کي د افغانستان د رواني جګړې په اړه د مکې مکرمې له اعلاميې، د افغان دیني عالمانو له فتوا، او د حرمینو امامانو له خطبې څخه د ملاتړ په موخه سلګونه د دیني عالمان، قومي مشران او عامو کسان راټول سوي وه او پر سوله یې ټینګار وکړ.
د مکې مکرمې په خپره سوې اعلامیه کي په افغانستان کي روانه جګړه غندل سوې او غیر شرعي عمل بلل سوی دی.
په اعلامیه کي د جنګ پر ښکیلو غاړو ږغ سوی چي له جګړې لاس واخلي او اوږدمهاله اوربند اعلان کړي.
د حرمینو امامانو په خطبو کي بیا د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ درې ورځنی اوربند د سولي لپاره یو ښه زیری بللی دی.
د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا فتوا او قومی مشرانو په هیواد کي دسولي او ثبات لپار د فتوا صادرول اړین بللي، او پر طالبانو یې ږغ کړی چي مذاکراتو او مخامخ خبرو ته کښیني او روانو ستونزو ته د پای ټکی کښيږدي.
د دوی په خبره په افغانستان کي د رواني جګړې ګټه بهرنیان وړي.
دوی زیاتوی د سولي لپاره باید افغانان خپله لاس په کار سي او د سولي راوستلو لپاره دي په عمل کي کار وسي.
که څه هم د افغان سولي په اړه په ملي او نړیواله کچه غونډي سوي او روانه جګړه يې غندلې، خو بل لوري ته طالبان دغه ډول غونډي بې ځایه بولي او وايي په افغانستان کي د بهرنیو ځواکونو په شتون کي د سولي خبري نه کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون