د غزني ولایتي شورا وایي، چي وسله والو طالبانو تیره شپه د یاد ولایت په قیاق ولسوالۍ کي پر امنیتي پوستو بریدونه کړي او ۱۲ سرتېري یې وژلي دي

 

د ولایتي شورا رییسه لطیفه اکبري وایي، چي وسله والو طالبانو په یاد برید کي د امنیتي سرتېرو ۶ پوستي هم سوځولي دي.

په ورته وخت کي د غزني ولایت امنیه قومنداني بیا د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ویلي، چي دوی پوستې بیرته لاسته راوړي او طالبانو د ۴۵ مړه او ټپیانو په ورکولو سره شاتګ کړی دی.

د ویلو ده، چي د غزني امنیتي وضعیت په دې وروستیو کي ډېر کړکېچن شوی او هر شپه ان د ولایت پر کمربندي پوستنو هم بریدونه کېږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...