د لوګر ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل وايي، چي تېره شپه وسله والو طالبانو له څو لورو پر ازري ولسوالۍ ډله ييز بريدونه پيل کړي دي.
دى وايي، چي د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کي تر اوسه ٣٥ سرتېري او ملکي خلک وژل سوي او جګړه لا هم روانه ده.
ده وويل چي سهار مهال امريکايي ځواکونو په دې ولسوالۍ کې د پوليسو دوه پوستې بمبار کړې چي له امله يې ١٥ پوليس وژل سوي دي.
بل لور ته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په ازره کي د طالبانو جګړه د بري پر لور روانه ده خو هغه د مرګ ژوبلي په اړه څه ونه ويل.
دا په داسي حال کي ده چي پرون د ازري اوسېدونکو او چارواکو ويلي وو چي دغه ولسوالۍ طالبانو کلابنده کړې ده او بايد حکومتي مشران يې په اړه اقدام وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون