په کندهار کي د عینو ښارګوټي د دوهمي برخي اوسیدونکي وايي، پوهني ریاست دي د دوی داولادنو لپاره ښوونځی فعاله کړي

راپور: محمد یار مجروح

په کندهار کي دعینو ښار ګوټي په دوهمه برخه کي د استوګني کوچنیو کورونه هغه پروژه چي تر ډېره د کښته اقتصاد لرونکو کورنیو لپاره ډيزاین سوې او په سلګونو کورنۍ  په ډېر نازل قیمت د کورونو خاوندان سوي یا هم په کرایې شکل پکښي ژوند کوي.

ددې سیمي اوسیدونکي وايي، چي د افکو کمپنۍ له لوري ورته د ژوند ډیري اسانتیاوي برابري سوي ، چي په دې ورستیو کي ورته د دې خدماتو په ترڅ کي یوه ښکلي جامع جومات او مجهز  مارکېټ هم جوړ سوی  خو اوس یې غوښتنه داده تر څو د افکو کمپنۍ لخوا  د یوه مکتب لپاره پر ځانګړې سوې مځکه دي د کندهار ولایتي اداره او د پوهني ریاست د دوی د اولادونو ښې راتلونکي په هدف ښوونځۍ جوړ او د تشکیل په ورکولو سره لازم تعلیمي سهولتونه برابر کړي.

د دوی په خبره له ښاره لیري دي او  خپل کوچنیان دښار ښوونځيو ته  نه سي لیږلای او د عینو مېني په لمړۍ او دوهمه برخه کي هم د خصوصي مراکزو د فیس ورکولو توان نلري .

بلخوا د پوهني مسٔوولین وايي،  افکو کمپني د پوهني په برخه کي له دوی سره زیاته همکاري کړې ده.

د پوهني ریاست ویاند نظرمحمد صمیمي وايي، افکو کمپني د پوهني ریاست ته د ښوونیزو مرکزونو لپاره مځکه ورکړې ده، چي دا مهال يې د تعمیرونو د جوړلو کار روان دی.

د پوهني ریاست ویاند زیاتوي چي، راتلونکي کال به په کندهارکي ګڼ شمیر بندي ښوونځي خلاص کړي.

دده په خبره د درسي کال د پيل پر مهال به د عینو ښارګوټي په دوهمه برخه کي یو باب  ښوونځی خلاص کړي او د تعمیر جوړولو چاري په يې هم پیل کړي.

د کندهار په ختیځ کي پروت عینو ښارګوټی دشنو ساحو په درلودلو سره اوس دغه سیمه د کندهار ښاریانو لپاره یو ښه تفریح  هم ځای دی.

د عینو ښارګوټي مسٔوولین وايي، دوی د دغه ښارګوټي په ټولو برخو کي د مجهزو اپآرتمانونو تر څنګ د ښوونځیو، دیني مدرسو، پارکونو او شنو ساحو لپاره مځکي ځانکړې کړې تر څو خلګ د ژوند له ټولو اسانتیاوو څخه برخمن وي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...