راپور: سردار محمد زیارمل
په خوست کي د صنعتي پارک موضوع له هم لانجمنه پاته ده .
د حسن محمد کلي اوسیدونکو پخوا هم مظاهري کړي او د صنعتي پارک ځمکه خپل حق ګني، چي دوشنبه هم د دې سیمي د اوسیدونکو لخوا په دې موخه لاریون ترسره کړ ، ګني حکومتي چارواکي د دوی د کورونو نړول بند کړي، چي لاريون یې په تاوتریخوالي واوښته او دواړو لور ته یې ځاني او مالي تلفات اړولي دي .
د خوست امنيه قومندان د پېښې په اړه وويل، چي د يادي ځمکي لپاره له کابل څخه هيئت راغلئ و او دا يې ثابته کړه چي نوموړي ځمکه شخصي نه بلکې دولتي ده.
نوموړي وويل، چي د حسن محمد کلي اوسيدونکو په امنيتي ځواکونو هغه مهال بريد وکړ، کله چي دوی غوښتل په دولتي ځمکه کي جوړسوي کورونه ړنګ کړي.
د نوموړي په خبره په دغه پېښه کي د دوی لس تنه پوليس ټپيان سوي دي.
بلخوا بيا د عامې روغتيا رياست مسؤلين وايي ، چې د پېښې له ځايه يې دوی ته دولس کسان ټپيان وروړل سوي ، چي څلورکسان پولیس او اته نور يې د لاريون کوونکو له ډلي دي، چي د يو کس روغتيايي حالت نازک ښودل سوی.
د يادولو وړ ده چي موده وړاندي د اسماعیل خېلو اومندوزيو ولسواليو د حسن محمد قوم د خوست او کابل ترانزيټي لار د دوو ورځو لپاره تړلې وه او له ولايتي ادارې يې د خپلي ځمکې غوښتنه کوله .
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون