په کندهار کي د پولیو واکسین درې ورځنی کمپاین پیل سو

راپور: سید حمید هاشمي

په کندهار کي تیره ورځ د پولیو واکسین درې ورځنی کمپاین پیل سو چي پر مهال به يې تر څلور لکه زیات کوچینان واکسین کړل سي.

د کندهار د عامي روغتیا ریٔس عبدالقیوم پخلا وايي، چي د واکسین په دې کمپاین کي به په دغه ولایت کي ۴۴۵۰۰۰ کوچینان واکسین کړل سي.

د نوموړي په خبره د پولیو په دې دري ورځني واکسین کي دوو څاڅکو تر څنګ د ویټامین A کپسولونه دي چي د کوچني د مدافع سیسټم د تقويي لپاره خورا مهم دي.

بلخوا د عامي روغتیا ریٔس وايي، چي دا ځل به د کندهار پنځه ولسوالۍ، معروف، خاکریز ،غورک شاولیکوټ او میانشین ولسوالیو کي د وسلوالو طالبانو د مخالفت له امله کي د واکسین کمپاین نه ترسره کیږي.

د نوموړي په خبره په یاد ولسوالیو کي به د ناامنۍ له امله ۱۲۲۰۰۰ کوچینان له واکسین څخه د عامي روغتیا د مسٔولینو په خبره روان میلادي کال په کندهار کي د پولیو پنځه مثبتي پیښي ثبت سوي چي لوی لامل يې په ځینو ولسوالیو کي د ناامنۍ له امله د واکسین دکمپاین نه ترسره کیدل دي.

دوی له ټولو کورنیو غواړي چي خپلو تر پنځو کالو کم عمره کوچنیانو ته پر وخت د پولیو واکسین ورکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...