راپور: محمد یار مجروح
د کندهار عینو ښارګوټي مسؤلین وايي، د عینو میني په دوهمه برخه کي په نوي ډیزاین د استوګني لپاره اپارتمانونه جوړوي.
د عینو ښارګوټي د انجنري ګروپ غړی انجنیر اغاشرین وايي، یاد اپارتمانونه به د اوسیدلو له پوره اسانتیاوو څخه برخمن وي.
هغه وايي، یاد اپارتمانونه د افکو چینا بلډنګ په نوم د جنوب لودیځي حوزې په کچه یوه لویه پروژه ده چي شاوخوا څلور زره اپارتمانونه به ولري.
د انجنېر آغا شیرین په خبره د اپارتمانونو تر څنګ يې د ښوونځیو، دیني مدرسو، پارکونو او شنو ساحو لپاره مځکه ځانکړې کړې چي د اپارتمانونو د کار د پيل سره به يې کارونه پيل کړي.
بلخوا د عینو ښارګوټي اوسیدونکي وايي، خوښ دي چي په یاد ښار ګوټي کي له هر ډول اسانتیاوو څخه برخمن دي.
د دوی په خبره په عینو مېنه کي تر ډیره د اوسیدلو پوره اسانتیاوي سته، چي د نورو ښاریانو پاملرنه يې ځان ته اړولې او ورځ تر بلي يې د اوسیدونکو شمیر زیاتیږي.
دوی وایي، له نویو اپارتمانونو سره به د عینو میني ښکلا لا هم زیاته سي.
د عینو میني اوسیدونکي زیاتوي چي، د ښآرګوټي د جوړیدلو پر مهال باید د پوهني او روغتیا برخي ته باید زیاته پاملرنه وسي.
د دوی په خبره د کندهار عینو ښارګوټي په دوهمه برخه کي یو لوی مجهز روغتون جوړ سوی خو د ښوونځيو د جوړلو په برخه کي باید د پوهني ریاست او خصوصي سکټور زیات کار وکړي او ښوونځي جوړ کړي.
عینو ښارګوټی چي د کندهار ښار په ختیځ کي موقیعت لري، د کندهار ښار ته يې ځانګړې ښکلا ورکړې، او د اوسیدلو د پوره اسانتیاوو په درلودلو سره يې ورځ تر بلي د اوسیدونکو شمیر زیاتیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون