راپور: سید حمید هاشمي
یادو کسانو پنځلس ورځي د ترافیکي قوانینو زده کړي چي په وینا يې په ښار کي به يې د موټر چلولو پر مهال عملي کړي.
بلخوا د ترافیکو مسٔولین وايي، په ښار کي به پر یو شمیر چوکونو ترافیکي اشاري ولګوي.
د کندهار د ترافیکو مدیر ډګروال عبدالحمید وايي، چي د ترافیکي پیښو د مخنیوي په موخه موټر چلونکو ته ترافیکي زده کړي ورکوي چي تر دا مهاله يې مثبته پایله هم ورکړې ده.
د هغه په خبره ددې تر څنګ چي موټر چلونکي په ترافیکي زده کړو وپوهوي تر څنګ پر چوکونو ترافیکي اشاري هم لګوي.
هغه موټر چلونکي چي لیسنسونه يې تر لاسه کړي وايي، چي تر ترافیکي زده کړو وروسته اوس دوی د ترافیکو په ټولو اصولو پوه سوي او نور به ترافیکي سړغړوني ونه کړي.
دوی له نورو موتر چلونکو هم وغوښتل چي په دغه کورسونو کي ګډون وکړي او ترافیکي زده کړي وکړي.
د ترافیکو مسٔولین هیله ښيي چي موټر چلونکو ته تر ترافیکي زده کړو وروسته او په ښار کي د ترافیکي مقرراتو په تطبیقولو سره به د ترافیکي پیښو شمیر راکم سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون