ددې ولسوالۍ امنیه قوماندان ناصر ورسي وایي، ددې میرمن مړی د عدلي طب پلټنو لپاره استول سوی دی.
ښاغلي ورسي زیاته کړه چې “د بختاور بنت نادر په نامه یوه میرمن چي شاوخوا ٢٥ کلنه وه پرون په تنور کي سوځیدلي او په اړه یې جنایي پلټنې روانې دي”.
خو ددغې میرمنې کورنۍ ادعا کوي چې هغه د میړه او د هغه د کورنۍ له لورې په اور کي اچول سوې او مړه سوې ده.
د بامیان محلي مقامات وایي، چي ددې ولایت امنیتي مقامات دغه مسله جدي څیړي او که کوم شخص گرم وگڼل سي هغه عدلي او قضایي مقاماتو ته معرفي کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون