اروپايي ټولنه وايي، دوی د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او له افغانستان سره به یې مرستي رواني وي

د اروپايي ټولني له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کي په جلال اباد ښار کي وروستی خونړی برید غندلی سوی دی او هغه یې له ټولو بشري او انساني قوانینو سره په ټکر کې عمل بللی دی.

اروپايي ټولني ویلي، چي دوی په دې سختو شرایطو کي د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي او له دوی به خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.

دغه ټولني له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې انساني ژوند ته درناوی ولري او د ملکي وګړو له وژلو لاس واخلي.

اروپايي ټولني ویلي، چي په افغانستان کي روان تاوتریخوالی یوازي د خبرو له لاري د حل وړ دی او دغه ټولنه د افغانانو په مشرۍ د سولي له خبرو ملاتړ کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...