په کندهار کي د افغان ترک ښوونځیو د والدینو کمیټې په جوزجان ولایت کي پر زده کوونکو د امنیتي ځواکونو لخوا د اوبو پاشل وحشت وباله

راپور: سید حمید هاشمي

دوی وویل، حکومت تعلمیي مرکزونو د سیاست قرباني کړي او د افغان ترک ښوونځیو پر سر سیاسي معاملي کوي.

د کندهار په پریس کلب کي تیره ورځ د افغان ترک ښوونځیو د والدینو کمیټې غړي او قومي مشران راټول سوي وو او په شبرغان ښار کي يې د امنیتي ځواکونو لخوا له زده کوونکو سره سوی زور زیاتی وحشت وباله.

دوی وویل، څو ورځي مخکي د جوزجان په مرکز شبرغان کي د افغان ترک ښوونځۍ ته امنیتي ځواکونه په زور ننوتلي او هلته يې تر تاوتریخوالي وروسته پر نارینه او ښځینه زده کوونکو اوبه پاشلي.

د دوی په خبره حکومت د افغان ترک ښوونځیو پر سر د ترکيي له حکومت سره پټي معاملي کوي او په دې کار سره يې وښودل چي تعیلمي مرکزونه هم د سیاست قرباني کوي.

وروسته د افغان ترک ښوونځۍ د زده کوونکو والدینو په یوه پریکړلیک کي حکومت ته خبرداری ورکړ چي که په شبرغان کي د یادي پیښي عاملین مجازات نه کړي نو دوی به پاڅون وکړي او د ملګرو ملتو د دفتر او ترکيي سفارت مخته به خیمي ووهي.

د دوی په خبره د تعلیمي مرکزونو په وړاندي هر ډول خنډ او دسیسه دوی ته د منلو وړ نه ده.

دا په داسي حال کي ده چي په ترکیه کي د ۲۰۱۶ کال تر ناکامي کودتا وروسته چي مسٔولیت يې د افغان ترک ښوونځیو پر بنسټ ایښودونکي فتح الله ګولن اچول سوی د ترکيې حکومت غواړي چي په افغانستان او ځینو نورو هیوداونو کي افغان ترک ښونځۍ وتړي او  پر ځای  يې نوي تعلیمي مرکزونه د خپل حکومت په مشري خلاص کړي.

خو ددغو لیسو د زه کوونکو والدین ددې کار مخالفت کوي او د ترکيي او افغان حکومتونو يې په څو ځله غوښتي چي د افغان ترک ښوونځۍ په خپل مخکني حالت پریږدي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...