د کندهار ولایتي مسؤلین وايي، هڅه يې داده تر څو په دولتي ادارو کي د ښځو لپاره بستونه ځانګړي کړي

راپور: محمد یار مجروح

دا په کندهار کي د هغو انجونو فراغت غونډه ده چي دتیر یوکال راهیسي د پروموټ په نوم د یو موسیسې له لوري ورته په اداري برخه کي بیلابیلي زده کړي ورکول سوي دي.

د کندهار ولایتي مسؤلینو د یاد پروګرام پر مهال وویل، چي هڅه يې داده تر څو په دولتي ادارو کي د ښځو لپاره بستونه ځانګړي کړي.

د کندهار والي زلمی ویسا وايي، د ښځو د تعلیم او کار د پيداکولو په برخه کي باید په حقیقي ډول کار وسي تر څو ښځي هم دندي ولري.

بلخوا د کندهار د ولایتي شورا غړې دښځو د کار کولو په اړه ادېښنه ښيي.

خالده احمدي وايي، په دولتي ادارو کي ښځي د کار کولو پر مهال له تاوتریخوالي سره مخ دي ځکه ډيري ښځي کار ته زړه نه ښه کوي چي دي ستونزي ته باید حکومت پاملرنه زیاته کړي.

د یو کلن زده کړو له پروګرام څخه فارغه سوې نجوني وايي، اوس کولای سي د ادارو په بیلابیلو برخو کي کار وکړي.

د دوی په خبره د کندهار په ولایتي ادارو کي د ښځو ونده کمه ده او له ولایتي ادراې غواړي چي په ادارو کي د ښځو ونډه زیاته کړي.

بلخوا په کندهار کي د اداري اصلاحاتو مسوولین په دغه ولایت کي د ښځو ونډه په دولتي ادارو کي یوازي درې سلنه یادوي چي په خبره يې یاده فیصدي ډیره  کمه ده.

د دوی په خبره مرکزي اداره باید په ادارو کي د ښځو لپار ه بستونه ځانکړې کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...