راپور: غلام فاروق رسولي
د جوی غلامان – باغ پول سړک چي د فراه پنځه ولسوالۍ او د ۷۸ میل بندر د فراه ښار سره نښلوي لس میاشتي وړاندي یې د جوړولو چاري پیل سوي.
خو اوس چي لس میاشتي د کار له پیل څخه تیریږي د دې سړک د دوو خواوو اوسیدونکي او دوکانداران شکایت کوي چي د سړک کار ورو روان دی او د دوی کار وبار یې خراب کړی دی.
دا سړک چي د تړون سره سم باید په یو کال کي بشپړ سي د لسو میاشتو په تیریدو سره یې تر اوسه پنځوس سلنه چاري هم نه دي بشپړي سوي.
د فراه ولایت د ولایتي شوار غړي هم د دې سړک د کاري پرمختګ څخه نا خوښه دي او د چارواکو غواړي چي پام ورته وکړي.
د دې ولایت د ټول ګټو ریاست چارواکي بیا هر څو د دې سړک په جوړیدو کي راغلی ځنډ مني خو وایي تمه لري چي جوړونکی شرکت د تړون سره دا کار پر وخت پای ته ورسوي.
د بلي خوا د دې سړک د جوړونکي شرکت “بلتیک”چارواکي وایي، د کار په پیل کي یې د تخنیکي ستونزو له کبله کاري پرمختګ کم وو خو په خبره اوس چټک سوی دی.
دجوی غلامان – او باغ پول سړک چي ۳.۵ کیلو متره اوږدوالی او ۴۵ متره بر لري شاوخوا ۳۳۱ ملیونه افغانۍ لګښت پر راځي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون