په هلمند کي تر مځکي لاندي د اوبو زیرمي له پنځه متره څخه ۲۰۰ مترو ته کښته سوي دي

راپورر: جواد داوري

وچکالي نه یوازي کرونده ګر بلکي د ښارونو اوسیدونکي هم اندیښمن کړي دي.

تیر کال دا مهال د هلمند ټولو هغه سیمو ته چي د هلمند سیند څخه خړوبیږي کافي اندازه اوبه ورسیدلي خو سږکال بزګر چي اوس د کال نیمايي هم نه دي د اوبو د نشتون شکایت کوي.

له یوې خوا د نا امنیو او د وسله والو طالبانو تر حاکمیت لاندي سیمو کي ځایي اوسیدونکو د ښتي مځکي غصب کړي دي د برمو په واسطه يې اوبه وي چي تر مځکي لاندي طبعي زیرمي تشي سوي دي.

د هلمند په شمال کې زمینداور،موسي کلا،نوزاد او واشیر ولسوالیو کي کاریزونه چي د پیړیو پیړیو راهیسي استفاده ځیني کیدل اوس ټول وچ سوي دي کرونده ګرو يې په مځکو کي برمي وهلي دي.

د هلمند ولایتي شورا پر دولت نیوکه کوي چي د دښتي مځکو د غصب مخه يې نه ده نیولي او همدارنګه تر اوبو لاندي ولسوالیو کي یې د اوبو مدیریت په سم ډول نه دی ترسره کړي له همدي امله د ولسوالیو کرونده ګرو ته اوبه نه ورسیږي.

دوی وايي، که د اوبو ستونزه دغه ډول پاته سي د روان کال او یا هم په راتلوونکي کال کي به د وچکالي ناورین په دې ولایت کي رامنځ ته سي.

د کرني ریاست د معلوماتو له مخي د هلمند نیمايي کرنیزه مځکه د هلمند سیند څخه خړوبیږي خو دا مهال يې دریمي برخي ته هم اوبه نه رسیږي.

د هلمند سیند فرعي سیندونه چې تیر کال اوبه ورته راتلي سږکال هغه سیندونه هم وچ دي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...