د کندهار ولایتي شورا په دې ولایت کي د سړک جوړوني د تښتول سويو کار کوونکو د خلاصون لپاره له پاکستان سره د خبرو غوښتنه وکړه

د کندهار د ولایتي شورا غړیو دا غوښتنه نن په داسي حال کي وکړه چي په سپین بولدک ولسوالۍ کي د ښورابک د سړک جوړوني د پروژې د ۴۳ انجنیرانو او کارګرو د برمته کېدو درې اوونۍ پوره کېږي.

قومي مشرانو او سپین ږیرو په تېرو درېيو اوونیو کي هڅه وکړه چي وسله وال طالبان د برمته کړیو کسانو خلاصون ته وهڅوي خو تر اوسه پوري د هغوی هلو ځلو نتیجه نه ده ورکړې.

د ولایتي شورا غړي وايي، چي طالبانو دا کسان د بلوچستان ایالت ګلستان سیمي ته بېولي دي، نو باید د افغانستان حکومت له پاکستاني چارواکو سره خبري وکړې.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...