راپور: نورګل اندړوال
په بغلان کي د کوچیانو سرخیلان په اعتراضیه ډول راټول سوي او نیوکه کوي چي د کوچیانو عمومي آمریت او دنفوسو دثبت ریاست واضع حکم دی چي کوچیانو ته دي په ولسوالیو کي دپيژندپآڼو دویش ټيمونه ورکول یي خو په دې ولایت کي دنفوس دثبت اداره یې پروړاندې ناغیړي کوي.
په بغلان کي دکوچیانو آمر امان الله احمدزی هم د کوچیانو ستونزه مني او وايي، چي په وار وار دبغلان دنفوسودثبت ادارې ته د کوچیانو دسیارو ټيمونو په اړه ورغلي دی خو مثبت جواب نه دی ورکړل سوی.
دبغلان دنفوسو دثبت اداره مني چي کوچیان زیات شمیر په دې ولایت کي پيژندپاڼي نه لري او باید ورکول سي خو یادونه کوي چي دکوچیانو لپآره سیار ټيم په تشکیل کي نه لري.
دکوچیانو سرخیلان وايي، دکوچیانو دلوی ریاست دفرمان له مخي چي ولسمشرۍ ماڼۍ او دنفوسو دثبت ریاست منلي باید کوچیانو ته سیارټيمونه ولسوالیو کي ورکول سي.
دوی ګواښ کوي چې که ترراتلونکې شنبې ورځي پوري دنفوس دثبت امریت ورته سیار ټيمونه ورنه کړي ټاکنو کي به ګډون ونه کړي او دنفوسودثبت امریت دروازه به هم دې ولایت کي وتړي .
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون