په خوست کي د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چي د نوم لیکني په یوه مرکز کي یو تن چي غوښتل یې په لس ګونو پېژند پاڼي سټیکر کړي، لاس په لاس نیولی دی

راپور: سردار محمد زیارمل

د یاد ولایت د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، چي مامورینو یې د مرکز اړوند د نوم لکیني په مرکز کي یو تن چي غوښتل یې  تر ۵۰ زیاتو پېژندپاڼو سټیکر کړي ، لاس په لاس نیولی دی.

بل لوری نیول سوی تن وايي، چي د کلي سپینږیرو او مشرانو ورته وویل، چي دوی د ثبت له پروسې سره نا اشنا دي او په یاده برخه کي یې د همکارۍ غوښتنه ترې کړي.

ده هم همداسې وکړل اړوند پېژندپاڼي یې تر یوه مرکزه ورسولي،  خو د مامورینو له لوري ورته ګواښ وسو، چي دغه کړنه یې نا قانوني ده .

دی وايي، تر اوسه زه  په دې نه یم خبر چي یاد عمل د ټاکنو د قانون په رڼا کي یو جرم دی، ده زیاته کړه چي دټاکنو کمیسیون په یاده برخه کي هيڅ ډول عامه پوهاوی نه دی رامنځ ته کړی.

د یاد ولایت د ټاکنو دخپلواک  کمیسیون په وینا، دوی تر دې مهاله د ورته کړنو په نتیجه کي د نوم لیکنو له بېلابېلو مرکزونو څخه  له ۲۰۰۰ زیاتي پېژندپاڼي تر لاسه کړي دي.

دیادونې وړ ده چي دافغانستان په نورو ولایتونو کي هم ورته کړني  ترسره سوی دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...