په هلمند کي د ولایتي شورا غړي او مدني فعالان هڅه کوي چي د ولسي جرګې د نوماندانو شمیر راکم کړي

راپور: جواد داوري

د هلمند له ۱۳ ولسوالیو څخه یوازي د دری ولسوالیو په مرکزونو کي د ټاکنو پروسه ترسره کیږي په نورو سیمو کي د امنیتي ستونزو له امله د خلک تګ راتګ د ټاکنو په هدف ستونزمن دي.

کیداي سي د لښکرګاه په ټولو سیمو پرته له څلورمي حوزې ټاکني ترسره سي خو تراوسه د ټاکنو کمیسیون څخه شاوخوا ۷۵ د ولسي جرګې نوماندانو فورمې ترلاسه کړي دي.

د هلمند ولایتي شورا غړي او مدني فعالان وايي، غواړي د نوماندانو ترمنځ یوه جرګه جوړي کړي او د نوماندانو شمیر راکم کړي.

دوی وايي، د هلمند امنیتي اوضاع له لویه سره ترینګلي ده او ټاکنو کي د زیاتو کسانو دریدل او په محدودو سیمو کي د رایه استعمال د نوماندنو د کامیابي چانس کموي.

پرهمدي مهال فرهنګي فعالان او قومي مشران بیا د تذکرو پر ویش نیوکه کوي چي یو کس ته يې څو تذکري جوړي کړي دي چي راتلوونکي ټاکني به د پراخو درغلیو څخه خالي نه وي.

دوی پر ولس نیوکه کوي چي په لوي لاس خپله په درغلي کي ښکیل دي او د هغو نوماندانو پلوي چي د بریالي کیدو چانس يې سر له اوسه شکمن دي.

د هلمند اوسیدونکي د ولسي جرګې له اوسنۍ دورې څخه راضي نه بریښي او ټینګار کوي چي راتلوونکو ټاکنو کي علمي شخصیتونو او ځوانانو ته رایه و کاروي.

د ټاکنو کمیسیون چارواکي وايي، په ټاکنو کي به د درغلیو مخه ونیسي او هغه کسان چي ورته کارونه کوي عدلي او قضایي ارګانونو ته به یې معرفي کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...