د خوست د موسی خېلو ولسوالۍ اوسېدونکو په یوه قومي جرګه کي پرېکړه کړې چي د خپلو انجونو د زده کړو مخه به نه نیسي او که کوم چا د دې پرېکړي مخالفت وکړ، نو پنځه زره افغانۍ به قوم ته جریمه ورکوي.
د منګلو مشران وايي، چي د زامنو په شان يې د لوڼو تعلیم هم ارزښت لري، ځکه هغوی باید خپلو خویندو او میندو ته په هره برخه کې د خدمت کولو جوګه سي.
د منګلو د قوم یاده جرګه چي د موسی خېلو د ځايي چارواکو په بلنه جوړه سوې وه، د انجونو د جبري زده کړو په پرېکړه لیک کي قومي مشرانو او سپین ږیرو لاسلیکونه کړي او د خوست د پوهني له ادارې يې غوښتي چي په یاده لېري پرته ولسوالۍ کي نجونو او هلکانو ته د زده کړو وړ شرایط برابر کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون