پاکستاني رسنۍ وایي، د پاکستان د پخواني ولسمشر جنرال پرویز مشرف یو نږدې ملګری او پوځي جنرال شاهد عزیز څه موده وړاندې په افغانستان کې په یوه جګړه کې وژل سوی دی.
پاکستاني رسنیو د هغه د کورنۍ د غړو له خولي لیکلي، چي شاهد عزیز افغانستان ته تللی و او هلته وژل سوی دی، خو پاکستاني حکومت دغه خبر نه دی تایید کړی.
ځينو سرچینو بیا پاکستاني رسنیو ته ویلي، چي شاهد عزیز سوریې ته تللی و او په سوریه کې وژل سوی دی.
دا لومړی ځل نه دی، چي په افغانستان کي د پاکستاني پوځي د وژل کېدو راپورونه خپرېږي، بلکې تر دې وړاندې هم ګڼ پاکستاني وګړي او ځينې پاکستاني پوځیان په افغانستان کي د جګړې په لیکه کې یا لیدل سوي یا وژل سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون