د فراه ولایتي شورا وايي، چي طالبان د دغه ولایت مرکز ته ننوتلي دي

د افغانستان په لوېدیځ کې له فراه ولایت رپوټونه وايي، چې وسلوالو طالبانو د دغه ولایت مرکز ته ننوتي دي.

د فراه ولایتي شورا غړي وايي، چي وسله وال د ولایت ځینې حکومتي ادارې په خپله قبضه کې راوستلې دي.

د هغه په خبره، وسلهالو تېره شپه له مختلفو لورو پر دغه ښار همغږي بریدونه پیل کړل.

د ښار ځینې سیمې یې سهار ونیولې، د افغان ځواکونو او وسلوالو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

نوموړی دا هم وايي، چې په سیمه کي افغان ځواکونو سملاسي ملاتړ ته اړتیا لري.

وسلوالو طالبانو رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، چې دغه ریاست یې نیولی او وسلوال یې نورې سیمې هم لاندې کوي.

وسلوالو طالبانو ملي امنیت ریاست نیولی دی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...