نوموړي نن د وزیرانو شورا په غونډه کي د وینا پر مهال وویل، چي هره ورځ خلک وژل کېږي، په تیرو څو ورځو کي عام خلک او امنیتي ځواکونه عام وژنه سوې ده.
د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د وروستیو بریدونو په غبرګون کې د حکومت پر سیاسي او امنیتي مشرتابه سرخت نیوکه وکړه.
هغه د حکومت پر مشرتابه نیوک وکړه او وې ویل، چي په تېرو ورځو کيد ملي امنیت شورا یوه غونډه هم نه ده جوړه سوې.
دا په داسي حال کي ده چي د هېواد په یو شمېر مهمو ولایتونو او ښارونو کي د ترهګرو په بریدونو کي د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
تېره ورځ د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کي د وسله والو د ډلییز برید په ترڅ کي لږ تر لږه ۱۰ تنه ووژل سول او کابو ۴۲ نور ټپيان دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون