د «او.ای.سي» سازمان سرمنشي یوسف بن احمد العثیمین پرون یکشنبې په یوه بیان کي په افغانستان کي د سولي او ثبات د ټينګښت په هدف د خبرو لپاره د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان د دیني عالمانو را ټولېدل ستایلي.
یوسف بن احمد العثیمین د دیني عالمانو له پرېکړهلیک ملاتړ اعلان کړی او هیله یې ښودلی چي د اسلام په رڼا کي د سولي د ټینګښت لپاره د دیني عالمانو رول او د دولتونو هڅي د ترورېزم او افراطیت په له منځه وړلو او د زغم په لوړولو کي مرسته وکړي.
د اندونیزیا په کوربه توب د جمعې په ورځ د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا څه باندې ۶۰ دیني عالمانو غونډه وکړه چي د افغانستان جګړه یې ناروا وبلله او د سولي په برخه کي یې د افغان حکومت له هڅو او وړاندیزونو ملاتړ وکړ.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون