په هیواد کي وروستیو تروریستي پیښو د خبریالانو پر کاري بهیر منفي اغیز کړی دی

راپور: سید حمید هاشمي

خبریالان وايي، تر هغه وروسته چي پر یو شمیر خبریالانو وسلوال بریدونه ترسره سوه، د خلکو ستونزي تر حکومته نه رسیږي.

دوی وايي، حکومت او وسلوال مخالفین دي د خبریالانو ژوند ته پام وکړي.

وروسته تر هغه چي په کندهار، کابل او خوست ولایت کي پر خبریالانو تروریستي بریدونه وسوه ډیری خبریالانو د حکومت او وسلوالو مخالفینو خبرونه تحریم کړي دي.

په کندهار کي د نی ادارې مشر سمیع غیرتمل وايي، چي وروستیو پیښو خبریالان په فکري او کاري برخه تر خپل منفي اغیز لاندي کړي او د خلکو هغه ستونزي چي مخکي به خبریالانو تر حکومته رسولي اوس پر خپل ځای پاته دي.

خو د کندهار پریس کلب مشر جاوید احمد تنویر وايي، چي وسلوال او تروریستي بریدونه به د دوی مورال نور هم قوي کړي او دوی به له خپل کار څخه پر شا نه کړي.

بلخوا د کندهار اوسیدونکي هم پر خبریلانو بریدونه پر خلکو د برید په معنا ګڼي او له حکومته غواړي چي د خبریالانو  ژوند او امنیت ته ځانګړي پاملرنه وکړي.

دا په داسي حال کي ده چي په تیرو اولسو کلنو کي وروستي درې کلونه د خبریالانو په وړاندي تر ټولو خونړۍ او له ستونزو ډک کلونه بلل سوي چي پر مهال زیات شمیر خبریالان وژل سوي او ټپیان سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...