د لویو لارو موټر چلوونکي وايي، د مسافرو وړونکو موټرونو د توقف له امله ترافیکي پيښي راکمي سوي دي

له تیرو څو میاشتو راهیسي د لویو لارو مسافر وړنکي بسانو لپاره هر ولایت د داخلیدو ټاکلی وخت ټاکلی سوی، چي له امله يې ترافیکي پيښي ورسره راکمي سوي دي.

د لویو لارو مسافر له دې کاره خوښ دي خو وايي، د مسافرو وړونکو موټرنو د توقف لپاره دي مناسب ځای په نظر کی ونیول سي.

د کندهار کابل لویه لار د دامان والسوالۍ هغه سیمه ده چي هره ورځ کندهار ښار ته داخلیدونکي مسافر وړونکي بسان د سهار تر لسو بجو انتظار کوي، تر څو پر ټاکلي وخت ښار ته داخل سي.

دې ته ورته د افغانستان په یو شمیر  ولایتونو کی هم هره ورځ مسافر وړونکي موټر توقف کیږي.

د لویو لارو موټر چلوونکي وايي، د دې کار له امله د دوی له لوري احتیاط زیات سوی، په تیز سرعت موټر نه چلوي او تر ډیره ترافیکي پيښی ورسره راکمي سوی دي.

د لویو لارو مسافر پر وخت ښارونو ته د لویو مسافر وړونکو موټرو د توقف څخه خوښ دي.

مسافر وايي، له دې کار سره اوس په ارام زړه سره سفر کولای سي.

د دوی په خبره  د مسافر وړونکو موټرو د توقف لپاره دي مناسب ځای په نظر کي ونیول سي.

د لویو لارو موټر چلوونکي زیاتوي،  چي ډیری وخت د سړک او پلچکونو د خرابتیا له امله ترافیکي پيښي رامنځ ته کیږي.

باید وویل سي له بنګلدیش هیواد وروسته د سیمي په کچه افغانستان هغه هیواد دی چي زیاتي ترافیکي پيښي پکښي رامنځ ته کیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...