افغان سوداګر وایي، چي پاکستان زموږ د صادراتو پر وړاندي خنډونه جوړوي

پاکستان د افغان میوو او سبو تر ټولو لوی مارکېټ دی، خو افغان سوداګر وایي، دغه هېواد له تېرو شپږو میاشتو راهیسي له دوی غواړي چي د خپلو صادراتي توکو د ښه او کره والي سند ورته وړاندي کړي.

افغانستان کي د تازه مېوې او سبو ډیری سوداګر وایي، چي د پاکستانی حکومت دې پلمو او غوښتنو دوی ته ډېر اقتصادي زیان اړولی دی.

لسګونه سوداګر د ورته اندېښنو د څرګندولو لپاره کابل کي سوداګرۍ خوني ته راغلي وه، چې خپل شکایت تر مسئولینو ورسوي.

د دې خوني مرستیال محمد یونس مومند وایي، پاکستاني حکومت د سندونو د وړاندې کولو په پلمه د افغان صادراتو مخه نیسي او افغانستان ته زیان اړوي. وکړي.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...