پاکستاني چارواکو تائید کړل چي افغان چارواکو د پنځه پوځیانو جسدونه او یو اسیر سرتیری په کرمي ایجنسي کي قومي مشرانو ته سپارلي دي.
په کرمي ایجنسۍ کي ځایي چارواکي وایي، دوی د مړه سویو سرتېرو جسدونه او یوه اسیر سرتیری له افغان چارواکو سره د خبرو په پایله کې ترلاسه کړل.
یوه ځایي چارواکي ساجد حسین رسنیو ته ویلي، چي د نښتې په ترڅ کي پنځه سرتېري وژل يوي وه او ۱۲ نور ټپیان دي.
دا په داسي حال کي ده چي د افغان او پاکستان پوځ چارواکو د دوشنبې په ورځ کرښي ته څېرمه په یوه غونډه کي ګډون کړي وو.
د خوست ولایت مقام په یوه بیان کي لیکلي، چي د یکشبنې په سهار شاوخوا اته بجې د پاکستان ملیشې ځواکونو د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ په جنډو سر او بادښاوان سیمو په پوستو برید وکړ، چي د خوست میړنیو سرحدي ځواکونو او د سیمي د غیورو او په وطن مینو ولسونو له سخت مقاومت سره مخامخ سول او د دوی دا ناوړه کړنه یې له ماتي سره مخامخ کړه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون