کندهار: په رسمي ډول د خصوصي ښوونځیو اتحادیه پرانیستل سوه

د یادي اتحاديې مسؤلین وايي، د دې کار څخه يې هدف له دولتي سکتور سره د زده کړو په برخه کي همکاري کول دي.

بلخوا د پوهني مسٔوولین وايي، په کندهار کي یو شمیر خصوصي مرکزونه تجارتي بڼه لري او درسي معیار يې نه دی پوره کړی.

په کندهار کي د خصوصي ښوونځيو اتحادیه پر داسي مهال جوړيږي چي د پوهني مسٔوولین وايي، په دغه ولایت کي یو شمیر خصوصي مرکزونه تجارتي بڼه لري.

د کندهار د پوهني ریاست د خصوصي مرکزونو آمر عبدالجامع یاسین وايي، یو شمیر خصوصي د زده کړو مرکزونه سته چي درسي معیار يې نه دی پوره کړي او یو شمیر بیا له دوی سره  ثبت نه لري.

دی وايي، خصوصي سکټور له دولتي سکټور سره د زده کړو په برخه کي زیاته همکاري کړې خو زیاتوي چي ټول خصوصي مرکزونه دي له پوهنی ریاست سره ثبت کړل سي.

پر همدې مهال د خصوصي سکټور د اتحاديې مسٔوولین وايي، له دې لاري به وتوانیږي په خصوصي سکټور کي داستادانو او شاګردانو لپآره د ظرفیت لوړني پرواګرمونه عملي کړي او په کندهار کي د خصوصي مرکزونه نور هم معیاری سي.

د غونډي ګډونوالو پر دې ټنګار وکړ چي د خصوصي ښوونځيو اوسني شرایط سخت دي او دولت دي د خصوصي مرکزونو لپار شرایط اسانه کړي.

په کندهار کي خصوصي زدکړه د مرکزونو اتحادیه پر داسي مهال جوړیږي چي په دغه ولایت کي د دولتي سکټور تر څنګ شاوخوا ۴۴  د خصوصي زده کړو مرکزونه فعالیت لري او د دغه ولایت په یو شمیر ولسوالیو کي د پوهني بهیر په ټپه ولاړ دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...