د بريښنا شرکت: ډير ژر به د کابل پرې سوی لین بیرته ورغول سي

د بغلان برېښنا ریاست چارواکي له وسله والو طالبانو سره هوکړې ته رسېدلي، چي ډېر ژر به د کابل د پرې سوې برېښنا د بېرته نښلولو چارې پيل کړي.

دغه څرګندونې د بغلان د برېښنا رييس سلطان احمد عزيزي وکړې.

وسله والو طالبانو وړمه شپه د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ په دهن لرخاب سيمه کي له ازبکستانه کابل ته د وارداتي برېښنا پايه پر ماينونوالوځولې ده چې له امله يې د کابل ښار په ډېرو سيمو کې برېښنا نسته.

خو د بغلان د برېښنا رييس وايي، چي د قومي مشرانو په منځګړيتوب له طالبانو سره هوکړي ته رسېدلي دي.

طالبانو د سنګ سوراخ، کره ډګه، علي خېل، زهرابي او کمره کليو لپاره د برېښنا غوښتنه کړې ده. دغو کليو پخوا هم برېښنا نه درلوده خو د برېښنا پايې د يادو سيمو د اوسېدونکو په ځمکو کي لګول سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...