راپور: سید حمید هاشمي
د عامي روغتیا چارواکي وايي، په ولسوالیو کي د ناامنۍ له امله ځيني فعاله مرکزونه تړل سوي او خلک د روغتیايي خدماتو له کمښت سره مخ دي.
په کندهار کي اوس ټول ۱۶۳ روغتیايي مرکزونه فعاله دي چي د ناروغانو لپاره بسنه نه کوي.
په کندهار کي تیره ورځ یک شنبه (روغتیا د ټولو لپاره، هرچاته او په هر ځای کي) تر عنوان لاندي د روغتیا نړیوال ورځ ولمانځل سوه.
د عامي روغتیا ریٔس ډاکټر عبدالقیوم پخلا وویل، چي په کندهار کي د روغتیا برخه کي د تیري یوې نیمي لسیزي په پرتله خورا پرمختګ سوی، ولي اوس هم ځیني نیمګرتیاوي موجودي دي.
د هغه په خبره تر اوسه د کندهار په هیڅ ولسوالۍ کي هم ښځینه ډاکټره نه لري او ځیني فعال روغیتايي مرکزونه د ناامنۍ له امله تړل سوي دي، چي حکومت باید په دې برخه کي کندهار ته پاملرنه زیاته کړي.
د کندهار درملو د اتحاديي مشر رحم الدین حاجي اغا وايي، چي دوی تر ډیره د بې کیفیته او تاریخ تیرو درملو د راواریدونکو مخه نیولي ده.
خو هغه وايي، کندهار ته د قاچاقي لارو څخه اوس هم غیري قانوني درمل راوړل کیږي چي مخنیوی يې د دوی په واک کي نه دی او باید حکومت يې مخ ونیسي.
بلخوا په کندهار کي د نړیوال روغتیايي سازمان استازی ډاکټر سیلاب ایوبي، وايي چي د نړۍ نیمايي نفوس د باکیفیته روغتیايي خدماتو څخه بې برخي دي.
خو هغه وویل، نړوال روغیتايي سازمان دلته صحي برخه کي مرستي کوي تر څو خلک له روغیتايي اسانتیاوو برخمن سي.
په کندهار کي اوس ټول ۱۶۳ روغتیايي مزکزونه فعاله دي چي د خلکو د نفوس په پرتله دا بسنه نه کوي.
دغه راز په ولسوالیو کي د ښځینه ډاکټرانو نشتون هم چارواکي د یوې لويي ستونزي په توګه یادوي.